د عمران خان په مشرۍ كښې په پاكستان د نړيوال ورورولۍ اعتبار زياتېږي

image

اسلام آباد 31دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې 2018 د زړه پورې سياسي بدلون كال ثابت شو٬او 2019 به پاكستان لپاره د خوشحالۍ كال وي٬د عمران خان په مشرۍ كښې په پاكستان د نړيوال ورورولۍ اعتبار زياتېږي٬د كرپشن نه پاك حكومت د پاكستان د رښتينې خوشحالۍ ضامن دې٬پاكستان په سيمه كښې د كشمير مسئلې حل او د امن حلو ځلو په لړ كښې د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو غوندې ګامونه پورته كړې دي كوم چې نړۍ ستائېلې دي۔د نوي كال پېل كېدو په موقع په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل تېرو حكومتونو پاكستان د تباهۍ په لار روان كړې او هغوي د پاكستان خزانه يوازې ذاتي ګټو له كارولې٬هېواد ته زيان رسولې۔ده ووئيل د پخوا حكومتونو په هېواد كښې داسې بې سوده پروژې پېل كړي چې ګټھ يې يوازې د هغوي ذات ته رسېدله او د تعليم٬صحت٬ اوبو٬كركيلې او صنعت غوندې څانګې نظرانداز كړي دي د كومې نتيجه چې نن د پاكستان اولس يو پلو د تعليم صحت او د څښكلو پاكو اوبو نه محروم كړې نو بل خوا د كركيلې او صنعت په څانګو كښې د جمود په وجه معاشي ستونزو سره مخ وي۔ده ووئيل نوې كال به د پاكستان معيشت لپاره د رامخې ته كېدو كال وي او هېواد به په سم لوري پرمختګ وكړي

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں