وزيراعظم به راروانه ا ونۍ د رېلوے ټرېنكنګ سسټم پرانسته كوي۔ د جنورۍ په 25 مه نېټه به د نوي دوفرېټ ټرېنونو هم پرانسته وي۔ بې ټكټه سفر كوونكي به جرمانه كولو سره سره زندانونو كښې اچولې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد ميډيا سره خبرې

image

لاہور۔19 جنوری(اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم به راروانه اونۍ د رېلوے ټرېنكنګ سسټم پرانسته كوي۔ د جنورۍ په 25 مه نېټه به كراجۍ څخه د نوي دوفرېټ ټرېنونو هم پرانسته كولې شي۔ د رېلوے كاركردګي ښه كولو له به راروانه مياشت په ټرېنونو كښې سفر كوم۔ بې ټكټه سفر كوونكي به جرمانه كولو سره سره زندانونو كښې اچولې شي۔ ده د اتوار په ورځ رېلوے هېډ كوارټرز لاهور كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د صفائۍ او خوش اخلاق كمپائن پېل كوو۔ ده ووئيل تر 15 فرورۍ به اسلام آباد كښې رېلوے شکایت سېل جوړولې شي كوم به چې 24 ساعته پرانستې وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں