د نړۍ تر ټولو لوي زندان په مقبوضه كشمير كښې جوړ كړے شوے٬ هند د كشميريانو په حق ډاكه اچولو سره خطرناكه لوبه كوي٬ د پاكستان 22 كروړه اولس كشميريانو سره اوګه په اوګه ولاړ دے۔ د كشمير كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام وئيلي دي چې د نړۍ تر ټولو لوي زندان په مقبوضه كشمير كښې جوړ كړے شوے٬ هند د كشميريانو په حق ډاكه اچولو سره خطرناكه لوبه كوي٬ د پاكستان 22 كروړه اولس كشميريانو سره اوګه په اوګه ولاړ دے٬ پير مهر علي شاه د اسلام په ترويج كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده دا خبرې په دربار ګولړه شريف كښې د يوم فتح مبين په اړه جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ سيد فخر امام ووئيل چې هند د كشمير په اړه چې كوم اقدام كړے٬ سوچ كولو سره به د دې ځواب وركوو٬ كه د كشمير تاريخي پس منظر وكتلې شي نو د تقسيم په وخت دا پرېكړه شوې وه چې مسلم اكثريت سيمې به په پاكستان او د هندو اكثريت سيمې به په هند كښې شاملېږي خو د كشمير په اړه د اول نه سازش وكړے شو او هند پرې قبضه وكړه او په خپله ئې د كشمير مسئله ملګرو ملتونو ته ورسوله۔ له بده مرغه ملګرو ملتونو هم د كشمير په اړه د سنجيدګې څرګندونه ونه كړه۔ اوس د پاكستان په خط 54 كاله پس دا مسئله په ملګرو ملتونو كښې بيا پورته كړې شوې او بايد دې لپاره نړۍ خپل كردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں