مقبوضه كشمير كښې لاك ډاؤن او كرفيو ځپليو كوچنيانو سره د يو والي څرګندونه ٬ د پنډۍ ٬ اسلام آباد طالب علمانو پارلېمنټ هاؤس څخه هندي هائي كمېشن پلو مارچ

image

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې لاك ډاؤن او كرفيو ځپليو كوچنيانو سره د يو والي څرګندونه كولو له د پنډۍ اسلام آباد بېلو تعليمي ادارو طالبعلمانو پارلېمنټ هاؤس څخه هندي هائي كمېشن پلو مارچ وكړو۔ د شورؤ په ورځ په دې مارچ كښې طالبعلمانو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ طالبعلمانو بېنرې پورته كړې وې په كومو چې د هندي ظلمونو او كرفيو په ضد نعرې درج وې۔ د لاك ډاؤن او كرفيو لامله د مقبوضه كشمير تعليمي ادارې ډېرې ځپلې شوي دي۔ 51 ورځو څخه سكولونه بند دي چې لامله ئې طالبعلمان متاثره كېږي۔ په لاريون كښې ګډون كوؤنكو د هند او مودي په ضد نعرې پورته كړې۔ د مقبوضه كشمير كوچنيانو سره د يو والي څرګندونې له به پارلېمنټ هاؤس كېمپ هم لګولېې شي

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں