د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په شمالي وزيرستان كښې په امنيتي ځواكونو د ترهګرو بريد وغندلو

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمو كښې په امنيتي ځواكونو د ترهګرو د ډزو په سختو ټكو غندنه كولو سره په پېښه كښې د شهيد شوې اهلكارو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې محمد صادق سنجراني ووئيل ترهګر د پرمختګ عمل ايسارول غواړي او دوي به هېڅ كله كامياب نشي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنيو سره د غمرازي څرګندونه وكړه۔ چيئرمېن د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سينيټر مرزا محمد آپريدي په د پېښې غندنه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كړې ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں