د چین او پاکستان آئي ټي کمپنیو ترمينځه ګلوبل ډیجیټل اکانومې کنفرنس كښې د مفاههم په يادښنونو لاس ليك،د پاکستان د آئي ټي کمپنۍ مختلف ډول مصنوعات، خذمات وړاندې كوي۔شزه فاطمه

image

بیجنګ 03 جولائی (اے پي پي) د چین او پاکستان د آئي ټي کمپنیو ګلوبل ډیجیټل اکانومي کنفرنس 2024 كښې د مفاهم په يادښتونو لاس ليك وكړو ۔ د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کمیونیکیشن وزیر مملکت شزه فاطمه خواجه ووئيل د پاکستان د آئي ټي کمپنۍ سافټ ویئر ډویلپمنټ او سائبر سکیورټی نه تر مصنوعي زېركتيا او تر ډیټا اینالیټکس مختلف قسم مصنوعات او خذمات وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ یورو ایشیا پاکستان ډیجیټل اکانومې فورم ته وينا كښې وكړه ۔دې ووئيل دې صلاحیتونو سره په نړيواله كچه زمونږ د پراخه مرستې لاره سمه شوې۔دې ووئيل چین په مصنوعي زېركتيا ، بګ ډیټا، کلاؤډ کمپیوټنګ او 5 جي ټیکنالوجی كښې په زړه پورې پرمختګ كړے، بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو او ډیجیټل سلك روټ منصوبه يوه جامع او په تکنیکی توګه پرمختګ كونكې نړۍ جوړولو لپاره د هغوې د عزم ښكاره ثبوت دے۔ د 12م نېشنل پیپلز کانګریس د خارجه چارو کمېټۍ وائس چیئرمین ډاکټر بیګ ژاؤ ووئيل پاکستان او چین ډیجیټل ټیکنالوجیز كښې مرسته زياتوي ، پاکستان جغرافیائی ګټې او د ځوانانو لرونكې آبادي لري ، پاکستان د ډیجیټل معیشت سباؤن دے۔پاکستان كښې د سائبر نیټ چیف ایګزیکټو آفیسر معروف علی شاهانی ووئيل علی بابا سره د اشتراك نه پس هغه د پاکستان د ادائیګۍ نظام كارولو سره چین كښې د ټولو خذمات څخه استفاده کوي۔په دې موقع اقتصادی پرمختګ زياتولو لپاره جدید ټیکنالوجی څخه ګټه پورته كولو ، ډیجیټل انفراسټرکچر زياتولو او جدت ته په وده وركولو خبره وشوه ۔دستوره كښې د ډیجیټل بدلون تزویراتی اهمیت رامخې ته كولو سره د یوریشین او د پاکستانو سټیک هولډرز ترمينځه اړيكې قوي شوې۔دغسې د چین او پاکستان کمپنیو ګلوبل ډیجیټل اکانومې کنفرنس 2024 كښې د مفاهم په يادښتونو لاس ليك وكړو۔د دې لوظنامو مقصد تکنیکی مرسته او اختراع ته وده وركول دي،دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو اقتصادی اړيكو او ډیجیټل بدلون مخ په وړاندې بوتللو لپاره شريك عزم رامخې ته كوي۔شراکت دارو سره د جدید ټیکنالوجی څخه ګټه پورته كولو ، ډیجیټل انفراسټرکچر ته ودې وركولو او دواړو هېوادونو كښې د اقتصادي پرمختګ نوو لارو پرانستلو هيله ده۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں