وزير اعظم عمران خان په بېلا بېلو قامي سترو لارو ټركونو او مال بردار ګاډو څخه په غېر قانوني توګه د پیسو اخستو نوټس واخست

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د کراچي طورخم او د کراچي چمن روټ پشمول په بېلا بېلو قامي سترو لارو جوړو كړو د بېلو ادارو او اېجنسو په پوستو ټركونو او مال بردار ګاډو څخه د روپو اخستو نوټس اخستو سره اړوندو ادارو ته امر كړې چې په دې لړ كښې اېس او پيز ته بيا كتنه وكړئ او د مسئلې حل لپاره اقدامات وكړئ۔ وزيراعظم د پوستو شمېره كمولو او نګراني هم موثره كولو امر وكړو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي مراستلې له مخې د بېلا بېلو ذريعو د لارې د وزيراعظم په علم كښې دا خبره راوستې شوې ده چې د کراچۍ طورخم او د کراچۍ د چمن روټس پشمول په قامي سترو لارو د پوليس٬ اېكسائز٬ كسټمز ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د كوسټ ګارډ پشمول د يو شمېر ادارو او سركاري اېجنسو لخوا هېواد كښې د مال برداره ګاډو څخه د روپو په غېر قانوني توګه د اخستو سلسله په زياتېدو ده چې ورسره نه يوازې د مال بردارۍ خرڅونه او په كاروباري لګښت كښې اضافه كېږي بلكې د بېلا بېلو قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ امنيتي اېجنسو او د قاچاق مخنيوي ادارو لخوا د وصولې په سوب اولس ستونزو سره مخې كېږي او په ټولنه كښې دې سره اجتماعي كرپشن وده مومي او دا سلسله د هېواد او حكومتي مشينرۍ د بدنامۍ سوب هم جوړېږي۔ په مراسله كښې وئيلي شوي په غېر قانوني توګه د روپو اخستل د نګرانۍ د كمزوري نظام سوب دے يا دا سلسله په آسانۍ سره برداشت كېږي ك۔ مراسله كښې وئيلي شوې دا تاثر هم رامخې ته شوې چې په غېر قانوني توګه ترلاسه شوې روپۍ په بېلا بېلو خلقو تقسيميږي۔ وزيراعظم د دې معاملې سخت نوټس اخستو سره امر كړې چې د دې مسئلې هواري لپاره دې اړوندې ادارې په اېس او پيز نظرثاني وكړي۔ وزيراعظم نورو ډلو ٬ دارو سره مشاورت او په اشتراك سره د پوستو حد كمولو او مشتركه پوستې د جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د نګرانۍ نظام موثره كولو امر هم كړې ۔ وزيراعظم دا هم حكم كړې چې دا عمل دې خامخا د 5م اكتوبر نه وړاندې بشپړه كړې شي او د پنځم اكتوبر نه پس په پوستو د بډو د اخستونكو عملې او د دغې په نګرانۍ د مامورو چارواكو پشمول د وزارت او د ادارې د انتظامي مشرانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او د اړوند انتظامي افسر لخوا د نګرانۍ كوٶنكي افسر په ضد د كاروائۍ نه كولو په صورت به د چيف سېكترانو ٬ آئي جيز او ډي جيز په ضد كاروائي كولې شي۔ په مراسله كښې ټولو اړوندو ادارو ته امر شوې چې د وزيراعظم په احكاماتو په سمدستي توګه عمل كولو سره د پنځم اكتوبر نه وړاندې راپور راولېږلې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں