وزيرِاعظم عمران خان سره د مصر نوموړو كاروباري شخصياتو وليدل

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان سره د مصر نوموړو كاروباري شخصياتو پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چئيرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني او پاکستان كښې د مصر سفير احمد فضل يعقوب هم موجود وٶ۔ پلاوي د وزيراعظم عمران خان په وژن او د حکومت په کاروبار دوسته پاليسيو د باور څرګندونه كولو سره ووئيل د مصر کمپنۍ پاکستان كښې د كورونو جوړولو ٬ توان ٬ صحت او په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري۔ پلاوي ووئيل د مصر اولس او كاروباري طبقه د وزيراعظم عمران خان د وژن او د ھغه د قائدانه صلاحيتونو معترف ده او د نوي پاكستان په وژن عملي كولو كښې شاملېدل غواړي۔ پلاوي په ملګرو ملتونو كښې د وزيراعظم د وېنا ستائنه كولو سره ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو په فورم چې په كوم مدلل او بشپړه توګه د اسلامو فوبيا او د مسلمانانو د حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړې ھغه د ستائنې وړ دے٬ د انرژۍ په اړه د مصر نوموړې ال سوېدي الېكټرك كمپنۍ د 500 مېلېيونه ډالرو د سرمايه كارۍ اشاره وركړه۔ د پلاوي لخوا ووئيل شول د مصر كمپنۍ صحت ٬ توان او د وزيراعظم پاكستان د 50 لكه كورنو جوړولو په منصوبه كښې راتلونكي كال د يو ارب ډالرو د سرمايه كارۍ خوښي لري ۔ پلاوي ووئيل مونږ د وزيرِاعظم عمران خان او د موجوده حکومت په پاليسو باور لرو۔ وزيراعظم عمران خان د پلاوي په پاكستان كښې هركلې كولو سره ووئيل پاكستان او مصر د ورورولۍ اړيكې په معاشي توګه مستحكمولو په لړ كښې يو شمېر پوټېنشل لري٬ حکومت به د مصر سرمايه کارې طبقې له هېواد كښې د كاروبار په اړه هر دول ممكنه آسانۍ وركوي دغسې چې ھغوي ګټورې كاروباري هلې ځلې وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه د رامخې ته چېلنجونو په خاص توګه د اسلام په اړه د ډنډورو لاره نيولو لپاره ضروري ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته لا وده وركړې شي ٬ دغسې چې دواړه هېوادونه د يو بل طاقت جوړېدو سره د رامخې ته شوو مسئلو په موثره توګه مقابله وكړي۔ وزيراعظم د جامعه الازهر مصر د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل اسلام ته د رامخې ته چېلنجونو لاره نيولو لپاره ضروري ده چې د اسلامي نړۍ ترمېنځه د تعليم په اړه مرستې ته لا وده وركړې شي۔ وزيراعظم په دې موقع د حكومت د توان څانګه كښې په نوې پاليسۍ رڼا اچولو سره ووئيل اوسنې حكومت هڅې كوي چې د تجديد وړ توان څانګې ته وده وركړې شي او په دې لړ كښې د مصر د كمپنو خوښي د ډاډ وړ ده۔ د ثامې صحت په اړه وزيراعظم ووئيل د اوسني حكومت وژن رنځونو څخه محفوظ پاكستان

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں