خارجه وزير شاه محمود قرېشي قامي زكريا كنفرنس ته خطاب

image
APP06-07 MULTAN: October 07 - Foreign Minister and Sajjada Nasheen of Shrine of Hazrat Bahauddin Zakariya Makhdoom Shah Mehmood Qureshi addressing the devotees during the last day of 780th Urs celebrations of Hazrat Bahauddin Zakariya. APP photo by Safdar Abbas

ملتان ۔ 07 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هندي حكومت دې په كشميريانو ظلمونه بند كړي۔ مقبوضه كشمير كښې دې د پېلټ ګن كارولو مخ نيوې وكړې شي۔ ميډيا دې آزاده كړې شي او خلقو لپاره دې لارې پرانستلې شي۔ مودي واوره ٬ هغه وخت نزدې دے چې د خلقو د صبر كاسه به به ډكه شي۔ ده د ګل په ورځ د شېخ الاسلام حضرت بهاؤ الدين زكريا ملتاني 780 م عرس په اخر كښې د قامي زكريا كنفرنس وروستۍ ناستې ته خطاب كولو۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان هڅه ده چې منطقه كښې امن او خوشحالي وي او مونږ دې لپاره هڅې كوو۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان اوسنيو هڅو سره د امن راتللو هيله راپېدا شوې۔ په سلامتی کونسل كښې 54 كاله پس د كشمير په مسئله بحث شوې۔ خارجه وزير زياته كړه چې اسلامي نړۍ به د كشمير مسئلې ته كله پام ګرځوي؟ كله به اسلام سره د عقيدت څرګندونه كوي؟۔ ده ووئيل په نړۍ كښې چرته چرچونه ٬ ګوردوارې او مندرونه بند شوې دي۔ ده غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې دې د جوماتونو ژندرې بېرته كړې شي۔ د جمعې لمونځ له دې كرفيو كښې نرمي وكړې شي۔ كشميري اولس ته دې آزادي وركړې شي۔ نن 62 مه ورځ ده ٬ دغلته لاك ډاؤن دے۔ روغتونونه بند دي ٬ رنځوران په كورونو كښې په حق رسېدلي ۔ده ووئېل هند ميډيا لپاره سكولونه پرانستلې ولې دغه سكولونه دننه څخه خالي پراته دي۔ د هند ميډيا نړيوالې ورورولۍ له د دھوكې وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل امريكائي سناتوران ملتان ته هم راغلي وو۔ دا هغه سناتوران وو كومو چې مودي ته خط ليكلې وو چې مقبوضه كشمير څخه كرفيو ختمه كړه۔ ده ووئېل هند دې سناتور ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه ورنكړه۔ سناتور كرس وان آزاد كشمير ته لاړ او د دغې ځائې حالات ئې په خپلو سترګو وليدل۔ ده ووئيل زما خواست دے چې دوئي لاړ شي او ټرمپ ته د دې ځائې په خپلو سترګو ليدلې حالات بيان كړي۔ ده ووئيل د كوم هېواد پلاوې چې غواړي هغه دې راشي او د كشمير دواړو اړخونو حالات دې اوويني۔ په مقبوضه كشمير كښې د كرفيو په مهال ټاكنې څنګه كېدې شي

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں