د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په كشمير كښې به هند له د ډيموګرافي بدلون اجازه ورنه كړو٬مونږ له به د امن او جنګ دواړه صورتونو لپاره چمتو پاتې كېدل وي٬مونږ به په عزت او وقار چرې هم سمجهوته اونه كړو او كه دې لپاره مونږ ته جنګېدل وو نو هغې څخه به هم ډډه اونه كړو بايد مونږ په سمدستي توګه د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل دې ايوان ته خواست كوم چې د خپل سياست لپاره زمونږ د بچو د وينې سودا اونه كړي٬وزيراعظم تېره ورځ اپوزېشن ته وئېلي وو ما ته دې ووئيلې شي چې څه وكړم نو هغه وخت بلاول بهټو او شهباز شريف له هغه سره د اودرېدلو اعلان پكار ؤ ٬ ده ووئېل مونږ جنګ نه غواړو خو كه د جنګ وخت راغلې نو د پاكستان بچې بچې به جنګېږي بايد مونږ د هند سفيران د دلته څخه اوباسو او د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں