د اروپائي ائتلاف پشمول نړيوالې ورورولۍ له به په مقبوضه جمو و كشمير كښې د روانو هندي ظلمونو لاره نيولو لپاره خپل كردار لوبول وي۔ د شاه محمود قرېشي

image

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اروپائي ائتلاف پشمول نړيوالې ورورولۍ له به په مقبوضه جمو و كشمير كښې د روانو هندي ظلمونو لاره نيولو لپاره خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ ده دا خبرې د شورو په و رځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په مهال د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ مشرې فېډريكا موګيرني سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال مقبوضه جمو و كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف وزيو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند په مقبوضه سيمه كښې د 5م اګست راهسې پرله پسې كرفيو لګولې چې په سوب ئې د 80 لكه انسانانو ژوند سخت خطر سره مخ دے٬ د پرله پسې محاصرې او د بندېزونو له امله خوراك او داروګانو ته رسنه ممكنه نه ده۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف په پارلمان كښې مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو په ضد د غړو غږ پورته كېدل خوشبينه دے۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف پشمول نړيوالې ورورولې له به په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هندي ظلمونو لاره نيولو لپاره خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ دواړه مشران منطقه كښې امن لپاره د شريك روابطو او مشاورت لړۍ روانه ساتلو ته هم سلا ش

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں