د وړومبنۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي په پیښور شوكت خانم ميموريل كښې د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پی پی)وړومبنۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي وئېلي دي په هېواد كښې هر كال په زرګونو مېرمنې د بريسټ كينسر په سوب په حق رسي ٬په دې اړه مېرمنو كښې د خبرتيا پېدا كولو ضرورت دے٬شوكت خانم ميموريل روغتون د هر ډول كينسر رنځورانو ته معياري آسانۍ وركوي٬اولس دې د كينسر په ضد هلو ځلو كښې د شوكت خانم ملګرتيا وكړي۔ د وړومبنۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي په پیښور شوكت خانم ميموريل كښې د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا دستورې ته وېنا كوله۔دې ووئيل اولس دې د كينسر په ضد هلو ځلو كښې د شوكت خانم روغتون ملګرتيا وكړي۔وړومبنۍ مېرمن د بريسټ كينسر رنځورانو ته د پرله پسې چېك اپ كولو مشوره هم وركړه ۔دې ووئيل مېرمنې د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې مهم كردار ادا كوي۔بېګم ثمينه علوي ووئيل په ګرد هېواد كښې په سركاري او نجي روغتونونو كښې د ميموګرافي شتوالې والې ضرورې دے دغسې چې په مېرمنو كښې د بريسټ كينسر ضروري تشخيص وكړی شي۔دې په نجي څانګه زور راوړو چې هغوي دې مقصد لپاره د شوكت خانم روغتون سره مرسته وكړي٬ دې ووئېل مېډيا له به د بريسټ كينسر په اړه په اولس كښې خبرتيا پیدا كولو لپاره كردار تر سره كول وي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں