د مولانا فضل الرحمان او د ده د همنوا سياست اولس رد كړے، څوك چې اولس رد كړي دي، هغوي د منتخب حكومت رانسكورولو سازشونه كوي. ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د مولانا فضل الرحمان او د ده د همنوا سياست اولس رد كړے، څوك چې اولس رد كړي دي، هغوي د منتخب حكومت رانسكورولو سازشونه كوي، اولس ته د درس وركوونكې ډلې د كرپشن د حساب كتاب وخت راغلې، د مسيحا لباس اغوستونكې جعلي څېرې اولس ته څرګندېږي، په معاشي اشاريو كښې مثبت بدلون راځي، د كومو چې نړيوالې مالياتي ادارې هم تصديق كوي، حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د هېواد په معيشت كښې د استحكام نه پس اولس ته د ريليف وركولو يخې هواګانې چلېږي، حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. هغې ووئيل چې په داسې وخت كښې چې حكومت د اولس خېر ښېګړې لپاره اقدامات كوي، د سياسي يتيمانو ټولګې خپل ځان په سياسي محاذ ژوندې ساتلو لپاره لاپې وهي، څوك چې ځان ته سياسي قيديان وائي، د دوي په ضد د نېب 11 ريفرنس، د كرپشن د 20 نه زيات كېسونه او د نېب كم او زيات 30 انكوائرې روانې دي. هغې ووئيل چې عمران خان سره دوي حسد او بغض په دې كوي چې هغه د دوي د عياشې په لار كښې لوي خنډ دے. هغې ووئيل چې بايد اړوند ادارې سوچ وكړي چې كه په سركاري وسيلو حكومتونه د تورنو او قيديانو اسانيې برابروي نو دا به اولس سره ټوقې او د دوي لپاره د تكليف وړ خبره وي. هغې ووئيل چې د ن ليګ يوه مېرمن وياند د مېډيا پام ځان ته راړولو لپاره هره ورځ نوې نوې دعوې كوي خو بيا تر دې دعوو لاندې راشي. هغې ووئيل چې مونږ د اولس د ګمراه كولو د حكمت عملې سخته غندنه كوو. هغې ووئيل چې د ليګي مشرانو څېرې خوشحالې، تندرست او توان لرونكې دي، دوي په ايون فيلډ كښې په خپلو محلونو كښې كېناستو سره سياست كوي او د منتخب حكومت په ضد سازشونو لپاره تندرست او توان لرونكي دي. حكومت به د دوي د مېډيكل رپورټس د حقائقو له مخې حكمت عملي خپلوي.

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں