بلاول بھټو زرداري اېهتليټ ارشد نديم له مباركي وركړه

image

کراچۍ 09 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په اولمپکس كښې په جيولن تھرو مقابلو كښې په ګولډ مېډل ګټلو قامي اتل ارشد نديم له مباركي وركړې۔ د بلاول هاٶس ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري ووئيل په اولمپکس كښې په جيولن تھرو مقابلو كښې ارشد نديم د 92.97 تھرو كولو ريکارډ د ستائنې وړ دے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل په پېرس اولمپکس كښې پاکستان لپاره په تمغه ګټلو تاسو د قام سر په وياړ هسك كولو سره د پاكستان نامه روښانه كړې، ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارشد نديم له په سباٶن كښې نورې كاميابۍ وركړي

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں